چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مشرانو جرګه:پاکستان باید تر جدي فشارونو لاندې راوستل شي

مشرانو جرګه:پاکستان باید تر جدي فشارونو لاندې راوستل شي

مشرانو جرګه وایي، څو چې پاکستان په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي، په افغانستان کې به وضعیت بدل نه شي. مشرانو جرګه یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې نور باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه وتړي. مشرانو جرګه دغه راز زیاتوي، پاکستان باید تر جدي فشارونو لاندې راوستل شي څو په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي. د مشرانو جرګې دویم منشي فیصل سمیع وایي، له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ په تړاو کافي اسناد او شواهد موجود دي چې امریکا یې باید پر بنسټ د اسلام اباد پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. هغه ویلي، اوس له پاکستان سره د حساب کتاب وخت را رسېدلی دی او امریکا باید له یاد هېواد سره په جدي ډول مخته لاړ شي. سمیع زیاتوي، پاکستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له ترهګرو ملاتړ کړی دی خو نړیوالي ټولنې یې پر وړاندې له نرمښته کار اخیستی دی او که چېرته لا هم چوپه خوله پاتې شي نو لرې نه ده چې سیمه به د ترهګرو پر ځاله بدله شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: