جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مشرانو جرګه له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستې د اندېښنې وړ بولي

مشرانو جرګه له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستې د اندېښنې وړ بولي

مشرانو جرګه له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستې د اندېښنې وړ بولي. له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستو او د افغانستان په مسایلو کې د هغه هېواد لاسوهنو، مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده. دغه جرګه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د طالبانو سلګونه جنګیالي په ایران کې روزل کېږي او تهران په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخېدو په هڅه کې دی. د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار ویلي، ایران او پاکستان هڅه کوي له دغه ډلو د فشار الې په توګه کار واخلي، خو دا تجربه ناکامه ده او دوی ته به پخپله زیان ورسوي. د ایزدیار په خبره په افغانستان کې له روانو جګړو، ترهګرو ډلو او یا طالبانو ملاتړ د هېچا په ګټه نه دی، نو ایران ته په کار ده، چې له دې چارې لاس واخلي. له طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه په دې وروستیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. داسې ویل کېږي چې ایران دمګړی سلګونه طالبانو ته پخپله خاوره کې روزنه ورکوي او له ډېری طالبانو سره ایرانۍ وسلې هم لیدل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *