سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مشرانو جرګه وایې ترهګر د بهرنیانو له امکاناتو په استفادې لوی او پیچلي بریدونه کوي

مشرانو جرګه وایې ترهګر د بهرنیانو له امکاناتو په استفادې لوی او پیچلي بریدونه کوي

مشرانو جرګه وایې ترهګر د بهرنیانو له امکاناتو په استفادې لوی او پیچلي بریدونه کوي. سناتوران د روان امنیتي وضعیت اصلي عوامل بهرنیان بولي او وايي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابیږي او د پلازمینې په ګډون هیڅ ځای خوندي نه دی. د کابل په شمول په ځېنو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدل، د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي او وایي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د جکړې لمن لا پسې پراخېږی. د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ازد بحث هم په هیواد کي پر روانو ناامنیو ورټول و. د دوی په وینا د بهرنیو او له دوی سره د امنیتي تړون په موجودیت کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې د خرابیدو پر لور راون دی. سناتوران وايي سره له دې چې حکومت د امنیتي وضعیت د ښه والي په هدف څلور کلن پلان جوړ کړی دی خو یاد پلان ناکام دی او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې کړکیچن کېږي. سناتوران د روانې ناامنۍ اصلي لاملین بهرنیان بولي او وایي چې ترهګرې ډلې د بهرنیانو له وسایطو او امکاناتو په استفادې لوی او پیچلي ترهګریز بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: