مشرانو جرګې ځينې غړي د خليلزاد له خوا د سولې وروستيو هڅو ته هيله من دي او د ملي يووالي ستره مجمع د جوړېدو هڅې ستايي، خو پر ټاکنيزو کمپاينونو بريدونو اندېښمن کړي دي. افغان الاصله امريکايى زلمی خلیلزاد د تېرې مياشتې په لومړيو کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وټاکل شو. نوموړي په همدې لړ کې سفرونه پیل کړل او له ګڼو کسانو سره یې لیدنې وکړي. د مشرانو جرګې ګڼو غړو د نوموړي هڅو ته هیله مندي وښوده او په خبره یې دلته روانه جګړه پردۍ ده او باید له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې وشي. د سناتور ګل احمد اعظمي په وینا دلته روانه جګړه، د هند، پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او عربو جګړه ده نو له همدې اړخونو سره د خبرو له لارې دغه جګړه ختمېدلی شي. د مشرانو جرګې غړي وايي نور ددې وخت دی چې افغان جګړه د خبرو او مذاکراتو له لارې پای ته ورسول شي. دوی پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له جګړو لاس واخلي او خپلې غوښتنې له مشروع لارو تر لاسه کړي.
