جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مشراونو جرګه:امریکا سره شوی تړون دې لغوه شي

مشراونو جرګه:امریکا سره شوی تړون دې لغوه شي

د مشرانو جرګې ځینې غړي وایي، امریکا پرته له خپل ګټو د افغانستان ګټو او ثبات ته هیڅ پابندي نه لري. سناتوران له یاد هېواد سره شوی تړون بې ګټې بولي او د لغوه کېدو غوښتنه یې کوي. د مشرانو جرګې غړو ټینګار وکړ، چې که امریکا په دې هېواد کې خپلې ژمنې په پوره توګه عملي نه کړي وضعیت به تر دې هم بدتر شي. د مشرانو جرګې غړي وایي امریکا په دې وضعیت کې باید دومره بې توجه پاتې نه شي او که چیرته امریکا توجه نه زیاتوي او د افغانستان ستونزه په پام کې نه نیسي نو تړون باید لغوه کړل شي. د یادې جرګې یو سناتور محمد رسولي وایي، له هغې ورځې، چې له امریکا سره تړون لاسلیک سوی دی، د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. په ورته وخت کې مشرانو جرګې د افغانستان د روان امنیتي وضیعت، د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي او له امریکا سره د شوي امنیتي تړون په اړه امنیتي مسؤلین جرګې ته ورغوښتې وو خو حاظر نه شول. د یادې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، چې که امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان وضعیت ته توجه ونه کړي نا امنۍ به پراخې او بحرانونه به لا زیات شي.

2 تبصرې

  1. where to reintroduce and jaundice most in support of tarsi buy generic cialis online Wfdlwa btbidl

  2. Ujjfzt idboke discount cialis Respecting is a hardened perceptive

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: