جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / مشرف:پاکستان له ترهګرو ملاتړ کاوه او ددغه ډلو مشران یې اتلان وو.

مشرف:پاکستان له ترهګرو ملاتړ کاوه او ددغه ډلو مشران یې اتلان وو.

پاکستان له ترهګرو ملاتړ کاوه او ددغه ډلو مشران یې اتلان وو. د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف پخپله یوه نوې مرکه کې ویلي، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره ځينې ترهګرې ډلې روزلې او دغه ترهګر یې اتلان وو. دده په خبره په ۱۹۹۰ کال کې چې په کشمیر کې د ازادۍ جګړه پیل شوه، نو پاکستاني حکومت د لشکر طیبه په ګډون د ۱۲ ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه. دده په وینا دغو ډلو په کشمیر کې د ازادۍ لپاره د خپل سر په بیه جګړه کوله، نو ځکه موږ د اتلانو په سترګه ورته ګورو. دده په وینا حافظ سعید د پاکستان له حکومت پوره ملاتړ ترلاسه کاوه او په جګړه کې پياوړی و. حافظ سعید یو له هغو کسانو دی، چې امریکا ورباندې بندیزونه لګولي دي، په هند کې په خونړیو بریدونو تورن دی او هند څو څو ځله له پاکستان غوښتی دی. خو نوموړی لا هم په پاکستان کې ازاد ژوند لري او ګوند یې پراخ فعالیتونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: