پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / ليکنې / مشهور متل دی وایي: هزاره هم خدا دارد!

مشهور متل دی وایي: هزاره هم خدا دارد!

لیکنه:زلمی شینواری

ـــــــــــ

ګڼ شمیر هزارګان په کابل کې د تذکرو د تائید مرکز ته راغونډ شوي وو، یو داعشی ورننوت ، ځان ته یې انفجار ورکړ او شیبه وروسته د ښځو، ځوانانو، ماشومانو او بوډاګانو دا مجمع په هدیره بدله شوه. د الله تعالی د شاهکار مخلوق انسان له نوعې څخه ۲۲ سړي ۲۱ تورسرې او ۵ تنه د میندو د غیږو ماشومان ځای پر ځای ووژل شول. ۴۹ سړي ۴۷ ښځې او ۱۶ تنه معصوم کوچنیان ټپیان او ځینې یې د بدن له اعضاوو بې برخې شول. د برید مسؤلیت داعش په غاړه واخیست، هغوی وایي دا خلک مو د نړیوال اسلامي خلافت د تأسیس په لیار ه کې ووژل. خو پوښتنه دا ده چې د نړیوال خلافت د تأسیس په داعشي نظریه کې د انسان کرامت هم څه حیثیت لري او کنه ؟ هغه انسان چې ( عیال الله) او ( بنیان الرب) بلل شوی. هغه انسان چې الله تعالی د احسن تقویم صفت ورکړی. هغه انسان چې د الله تعالی شاهکار مخلوق یا په اصطلاح اشرف المخلوقات دی. او بالاخره هغه انسان چې ځمکه او پر ځمکه موجود موجودات ټول یې د خدمت لپاره پیدا او مسخر شوي دي.( هوالذي خلق لکم مافی الارض جمیعا) یوه المیه خو دا ده چې دداعش په نوم څو مجهول الهویة خلک د اسلام په نوم داسې بې باکه د ښځو، ماشومانو او بې غرضه خلکو وینې تویوي. خو له هغه ستره غمیزه دا ده چې موږ له دې پیښو سره ډیر سرسري چلند کوو. ډیر کسان خو یې یوازې په دې تېره کړي چې مه کوه هزاره ګان یا شیعه ګان یې وژلي دي. خو آیا د اسلام او سلیم فطرت تقاضا همدا ده چې له دې قتل عامونواو د وینو له بارانه همداسې ساړه تېر شو. ولې مو په دې وینو زړونه نه دردیږي؟ آیا دا خلک د الله تعالی مخلوق دي او که العیاذ بالله ابوبکر بغدادي پیدا کړي دي چې داسې بې پوښتنې یې قتلوي؟ آیا په دار الحرب کې د کافرانو د ښځو، ماشومانو، عبادت کوونکو او عامو بې غرضه بې وسلې خلکو قتل روا دی؟ معلومه خبره ده چې نه دی روا. نو چې په دار الحرب کې د کافر غیر محارب نارینه یا ماشوم او ښځې قتل نه وي روا په دار اسلام کې به د یوې مبتدع لکه شیعه قتل څنګه روا شي؟ په شیعه ګانو خو تر اوسه عام اسلامي امت د کافر حکم هم نه دی کړی، که کافر وي نو د داعشي نظریاتي مراجع لکه د محمد بن عبدالوهاب النجدی اولاد او د سعودي مفتي آل شیخ یې حرمینو ته ولې د ورتګ اجازه ورکوي؟ نو اې مؤمنانو! اې علماء کرامو، محصلینو، استادانو او عامو خلکو! په والله که د دې بې رواجه او زړه دردوونکې قتل عامونو او داعشي جرایمو په ضد غږ پورته نه کړو، الله تعالی به مو نیسي. ځکه د ظلم په وړاندې سکوت د ظالم ملګرتیا ده.دا فکر کله هم مه کوئ چې وژل شوي کسان هزاره ګان دي. هماغه مشهور متل دی وایي: هزاره هم خدا دارد. . . که هر څو هزاره ده، سترګې یې تنګې دي، پوستکی یې زيړ او پوزه یې هواره ده خو بیا هم د الله تعالی مخلوق دی او په ( الناس عیال الله ) کې شامل دی. تاسو فکر وکړئ که ستاسو پنځوس چرګان څوک داسې بې دلیله او بې موجبه در ووژني، او پنځوس نور در زخمیان کړي، نو ستاسو حالت به څه وي. دغه هزاره ګان خو هم الله تعالی پیدا کړي، د الله تعالی مال او مخلوق دی، که محارب او په شرعی اساس واجب القتل نه وي، بلکې بې غرضه، غیر محارب او عام سړی وي، د الله تعالی ورباندې خوا بدیږي. دا مسئله دومره سطحي نه ده لکه موږ چې په فیسبوکي قضاوتونو کې ورته کتنه کوو. ځینې یې لنډه په دې خلاصه کړي چې هزارګان د سوریې په جنګ کې شرکت لري. وه وروره چا چې په سوریه کې د سنیانو خلاف جنګ کړی، شرعا ورباندې یوازې هغه ملامت دی، ددغه دوه کلن ماشوم ګناه څه ده چې خپلې مور یې په غیږ کې مسجد یا دولتي دفتر ته راوړی. ددغه کسبه ګرو، ریړۍ والاو او سپیره مخو جوالیانو او دربدره غریبانو ګناه څه ده چې داسې په درجنو درجنو قتل کیږي؟ زه د داعش مشرانو ته هم وایم، چې په والله بالله ثم تالله چې تاسو به د دغو بې غرضه او غیرمحاربو خلکو د وینو حساب ورکړئ، قسم په هغه ذات چې موږ ټو ل یې پیدا کړي یو چې دقیامت په ورځ به له تاسو ددغو زړه غوڅوونکو قتل عامونو پوښتنه کیږي. اسلام دومره ظالم دین نه دی چې خلافت یې د عامو ناخبرو وګړو په قتل عامونو باندې راشي. رسول الله صلی الله علیه وسلم خو دومره په زړه نری و چې په لمانځه کې به یې د ماشوم ژړا واوریده لمونځ به یې لنډ کړ، تر څو یې مور زر ورشي او حتی د ماشوم دژړا تاب یې نه درلود. تاسو خو د اسلام په نوم د هزاره ماشومانو دوینو لښتي روان کړل، نه پوهیږم دا کوم ډول نظریه ده. دې ته باید متوجه شئ چې اسلام فطري دین دی او ستاسو کړنې د انسان فطرت او وجدان لړزوي او یو عادي مسلمان یې د کتلو او اوریدلو تاب نلري. لږ له قهار او متعال رب څخه ویره وکړئ

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *