جمعه , اکتوبر 23 2020
کور / خبرونه / پاکستان / مشهور پاکستانی آلراونډر “عبد الرزاق” یوځل بیا کرېکټ ته راستنیږي

مشهور پاکستانی آلراونډر “عبد الرزاق” یوځل بیا کرېکټ ته راستنیږي

د پاکستان مشهور ستوری او آلروانډر لوبغاړی عبد الرزاق غواړي یو ځل بیا کرېکټ ته راستون شي، او ددې لپاره نوموړی د پاکستان کورنۍ لوبو د PTV لوبډلې مشري هم پر غاړه اخیستې.
د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې سره په مرکه کې عبد الرزاق وویلې چې نوموړی به د روان کال کورنۍ لوبو کې راښکاره شي، دده په وینا دی لوبو ته جوړ دی او کولی شي ښه لوبه ترسره کړي.
عبد الرزاق تېره ورځ د پشاور لوبډلې لخوا لوبېدلی و چې په یوه لوبه کې یې ۹۴ منډې جوړې کړې او یوه ویکټ یې هم ترلاسه کړه.
نوموړی نه غواړي نړیوالو لوبو ته راستون شي خو غواړي د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي او خپله وړتیا یو ځل بیا ثابته کړي.
د پاکستان سوپر لیګ په درېیم پړاو کې نوموړی د کویټې لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په توګه مشري ترسره کوله، نوموړي وویل: «ما مخکې هم یادونه کړې وه که چیرې فیټ یم او زما فعالیت ښه و نو لوبو ته به راستون شم».
د یوه سوال په ځواب کې نوموړي زیاته کړه چې که څه هم سیالیو کې پر نویو او ځوان لوبغاړو تمرکز کیږي خو بیا هم که زما پرفامنس او فعالیت ښه و کورنیو او یا هم پي ایس ایل لوبو ته به راستون شم، خو په نړیوالو لوبو کې د لوبېدو اراده نه لرم.
د یادونې وړ ده چې عبد الرزاق د پاکستان لپاره ۴۶ ټیسټ ۲۶۵ یو ورځنۍ او ۳۲ شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړی، او ډېرې سختې سیالۍ یې ورته هم ګټلې دي، چې اوسمهال په پاکستان لوبډله کې دده په څېر لوبغاړی نه لیدل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: