شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / مصر کې لسګونه کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوه

مصر کې لسګونه کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوه

مصر کې د ۲۰۱۳ کال مظاهرو په تړاو سلګونه کسان محاکمه شوي. د مصر يوې محکمې په ۲۰۱۳م کال کې پلازمېنه قاهره کې د لاریونونو په تړاو چې امنیتی ځواکونو پکې سلګونه لاریونیان ووژل، ۷۵ کسانو ته د اعدام ورکړل شوې سزا تایید کړه. سزا سره مخېدونکو کې د اخوان المسلمین ځینې مشهور غړي هم شامل دي. لسګونو نورو ته د عمري بند سزا ورکړل شوې. نور اووه سوه کسان د لنډې مودې بند په سزا محکوم شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنیشنل دا محاکمه نا عادلانه بللې او وايی د مصر له اساسي قانونه سرغړاوی دی. د دغې ډله ییزې محاکمې په لړ کې محکوم شوي کسان په وژنه، تاوتریخوالي ته لمسولو او د غیر قانوني مظاهرو په کولو تورن وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *