جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مظفري: که طالبان سوله وکړي د بهرنیانو وتلو ته زمینه برابرېږي

مظفري: که طالبان سوله وکړي د بهرنیانو وتلو ته زمینه برابرېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که چېرې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ريښې وچې شي، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته به هم زمینه برابره شي. د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبان باید له ورستۍ رامنځته شوې موکې په استفادې سره، د خبرو میز ته کيني. د دغې شورا منشي امین الدین مظفري وایي، چې د خبرو میز کې په ټولو مسئلو بحث کېږي او طالبان کولای شي چې د سولې لاره خپله او خپلې غوښتنې په ازادانه ډول مطرح کړي. د نوموړي په خبره، د سولې له پروسې سره د طالبانو په یو ځای کېدلو او د ترهګرۍ د ريښو په وچېدو سره به، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم زمینه برابره شي. مخکې تر دې یو شمېر رسنیو د سولې د عالي شورا د مرستیال عزیز الله دین محمد په حواله لیکلي وو چې طالبانو سره تر رسمي خبرو ورسته به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په شمول، په ټولو مسایلو بحث وشي. دین محمد دغه شان ویلي چې د افغان حکومت د سولې تر وړاندیزه وروسته طالبانو په خپلو کې سلا مشورې پیل کړې دي. ولسمشر غنی تېره اوونۍ د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره پرته له کوم قید او شرطه، د سولې خبرو ته چمتو دی. خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډولې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: