یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / تفریح / معین علي: استرالیا لوبغاړو راته د اسامه بن لادن خطاب کاوه

معین علي: استرالیا لوبغاړو راته د اسامه بن لادن خطاب کاوه

د انګلستان لوبډلې مشهور تکړه مسلمان لوبغاړي معین علي ویلي چې په ۲۰۱۵م کال کې د استرالیا پر وړاندې سیالیو کې استرالیاوي لوبغاړي د لوبې پر مهال ده ته د «اسامه» نوم خطاب کاوه.

معین علي چې درې کاله وروسته ددغو خبرو څرګندونې کړي زیاتوي، چې په ۲۰۱۵م کال کې د استرالیا پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې د استرالیا لوبغاړو د پیغور په شکل ده ته د اسامه خطاب کاوه.

دغه مسلمان آلروانډر د خپلې بایوګرافي په اړه کومه چې تېره میاشت په «د ټایمز» خبرپاڼه کې خپره شوې لیکلي چې یوه استرالیاوي لوبغاړي هغه مهال چې له سختې ماتې سره مخ کېدل نوموړي ته د ښکنځلې په بڼه «اسامه» ویلي وو.

د نوموړي په وینا چې استرالیا لوبډله په حقیقت کې زما تر ټولو ناخوښه لوبډله ده، لامل یې دا نه دی چې دا زمونږ پخوانۍ دښمنه لوبډله ده، بلکې لامل یې ددوی ناوړه چلند او د مخالف لوبغاړي سپکاوی دی.

په دغه سیالۍ کې معین علي ۷۷ منډې جوړې کړې وې، پنځه ویکټې یې اخیستې وې او استرالیا لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه، چې خپله غوصه یې پر مسلمان لوبغاړي د ښکنځلو په بڼه څرګندوله.

معین علي لیکي: «په دغه ټیسټ کې زما سره ستر پېښه وشوه چې زه یې سخت غوصه او وځورولم، یوه استرالیاوي لوبغاړي د لوبې پر مهال ماته مخ راواړوه توپ یې راواچوه او ویې ویل «اسامه دا درواخله»، که څه هم زه په لوبه کې هیڅ نه غوصه کیږم خو دا اواز زما لپاره بوږنونکی و چې زه یې سخت غوصه کړم.

نوموړی زیاتوي چې د استرالیا مشر روزونکي ته مو د ګېلې په بڼه دغه خبره ورسوله او هغه له خپل لوبغاړي وپوښتل خو لوبغاړي دغه خبره رد کړه چې ما معین ته د اسامه غږ نه دی کړی زه هم مسلمان ملګري لرم، د معین علي په وینا د اسامه په نوم کې ستونزه نه وینم خو دغه اواز ماته د ښکنځلې په ډول وشو، زما په غوږو کې د سیالۍ تر پایه دغه خبره تاویده او زه سخت غوصه وم.

هغه وایي چې دا لومړی وار نه و، د ۲۰۱۵م نړیوال جام نه وړاندې چې د استرالیا په سیډني لوبغالي کې مونږ له دوی سره سیالۍ ترسره کوله، د لوبغاړو لخوا زمونږ سره ناوړه چلند، ښکنځلې او د غیر اخلاقي الفاظو استعمال کېده.

معین علي یو له هغو مسلمان کرېکټ لوبغاړو څخه دی چې د نبوي سنتو سره سم یې ږیره پریښې او هر دیني لارښوونې په خپل وخت ترسره کوي، نوموړی په انګلستان لوبډله کې د یوه تکړه آلراونډر په حیث دنده ترسره کوي.

د استرالیا کرېکټ بورډ د معین علي دغو خبرو په ځواب کې زیاته کړې چې ددغې پېښې پلټنه به کوي او په دې اړه به له انګلستان کرېکټ بورډ سره ناسته ترسره کړي، تر څو د ثبوت پر وخت دغه لوبغاړي ته سزا ورکړي.

په غربي نړۍ کې د «اسامه» نوم اصطلاح د یوه هغه مسلمان لپاره استعمالیږي چې د خپلو دیني تعلیماتو پابند وي، ږیره پریږدي او همدا ډول په نورو منکراتو کې له لوبډلې سره یوځای برخه نه اخلي، دغه مهال ددوی په نظر دا یو سرسخته او متشدد مسلمان ګڼل کیږي.

دا لومړی وار نه دی چې د استرالیا لوبغاړي د لوبې پرمهال په لوبغالي کې د مخالف لوبډلې لوبغاړو سره د ناوړه اخلاقو اظهار کوي، بلکې بېلا بېلو مبصرینو او شنونکو هم زیاته کړې چې استرالیاوي لوبغاړي د لوبې پرمهال د ناوړه اخلاقو او ښکنځلو استعمال کوي چې څو څو واره یې د لوبڅار لخوا له سختو خبرداریو سره هم مخ شوې دي، ددې لوبډلې درې تکړه لوبغاړي (ډیویډ وارنر، سټیو سمیت او کامرون بنکروفټ) اوس هم د درغلی په تور له لوبډلې بهر دي.

په تېره نیږدې کې د استرالیا کرېکټ بورډ د استرالیاوي لوبغاړو د اخلاقو او ناوړه چلند په هکله هم خبرې کړي، همدا لامل شو چې د یادې لوبډلې نوي مشر «ټيم پین» دغه تورونه منلي او زیاته کړې یې ده چې باید لوبغاړي يې د ښو اخلاقو ښکارندوی وکړي او د معزز لوبغاړو په څېر سیالۍ ترسره کړي او د سیال لوبغاړو احترام وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *