د سولې د نوبل جایزه ګټونکې او پښتنه فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، پاکستاني چارواکي دې د هغه غورځنګ غوښتنې ومني چې په دې هېواد کې یې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې پیل کړې دي. یوسفزۍ وايي، د پاکستان حکومت دې د دغه هېواد ټولو وګړیو بنسټيز حقونه ورکړي او که هر څوک د حق لپاره راپورته کېږي، نو باید غږ يې واورېدل شي. نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان له لومړي وزیر او نورو حکومتي چارواکو سره په خپلو لیدنو او ناستو کې به هم د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ موضوع را پورته کوي او له دوی به غواړي چې د دې غورځنګ خبره واوري. ملاله یوسفزۍ کابو پنځه نیم کاله مخکې په پیښور کې ښوونځي ته پر لاره وه چې وسله والو ورباندې برید وکړ. په برید کې نوموړې ټپي او د درملنې لپاره امریکا ته یوړل شوه چې بلاخره له پنځه نیم کالو وروسته تېره ورځ پاکستان ته ستنه شوې ده.