جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ملا عبدالسلام ضعیف وایي امریکا منلي ده چې افغانستان پرېږدي

ملا عبدالسلام ضعیف وایي امریکا منلي ده چې افغانستان پرېږدي

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اسلام اباد کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو پر سر خبرې کول منلي دي.

عبدالسلام ضعیف چې اوس د قطر په دوحه کې اوسېږي او د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه کې دی، الجزیرې ته يې ویلي، زما د مالوماتو له مخې امریکا له طالبانو سره د پوځیانو د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلې، خو تر اوسه يې د وتلو په تاریخ هوکړه نه ده کړې.

ضعیف چې دوحه کې يې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو تر منځ غونډه کې برخه نه ده اخیستې وايي، امریکا پوهېږي چې افغانستان کې جګړه نه شي ګټلای، نو دوی باید د جګړې د پای ته رسولو له پاره د طالبانو له شرطونو سره هوکړه وکړي.

د جمعې په ورځ په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي تر منځ لومړۍ لیدنه وشوه. طالبانو په یوه اعلامیه کې له خلیلزاد سره لیدنه تایید کړې او ویلې يې دي چې له هغه سره يې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو او د افغان مسلې د سوله ییز حل پر سر خبرې کړي دي.

امریکايي لوري تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *