پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ملا عبدالمنان د ملا یعقوب د وروستي نظر او موقف څخه ملاتړ وکړ!

ملا عبدالمنان د ملا یعقوب د وروستي نظر او موقف څخه ملاتړ وکړ!

د اسلامي امارت پخواني زعيم امیر المومين زوی ملا يعقوب وروسته له هغې د ملا هيبت الله پر سياست او فعاليتونو توندې نيوکې وکړې، چې په کابل کې کورنيو چارو وزارت مخې ځانمرګی بريد رامنځته شو، چې له امله یې سلګونه بې ګناه وګړي ووژل او سلګونه نور ټپیان شول.
نوموړي ته منسوب د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې خطونه خپاره شوي و، چې په کې د کابل کورنيو چارو وزارت مخې ته چاودنه غندل شوې وه او له ملا هيبت الله غوښتل شوي و، چې له دا ډول کړنو لاس واخلي.
اوس اوس هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مشر ملا عبدالمنان هم د يو ليک په خپرولو سره د ملا يعقوب د وروستي دريځ ستاينه او ملاتړ کړی دی او د طالبانو له مشر ملا هيبت الله يې غوښتي، چې د ملا يعقوب وروستي وړانديزونه ومني.
نوموړي په دغه ليک کې ويلي، چې د اسلامي امارت له لوري د وروستيو را منځته شويو پېښو له امله ولسونه د طالبانو پر وړاندې راپورته شوي او ان په ځينو ولايتونو کې يې د سولې په موخه خيمې درول شوي دي.
ده ويلي، چې بايد د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب وويل شي او هغه څه تر سره شي، چې ولسونه پرې راضي کيږي.
ملا عبدالمنان دغه راز په دغه ليک کې په ځينو برخو کې روسې او ايران سره د طالبانو پر اړيکو هم اندېښنه ښودلې ده.
هغه دغه راز له ملا هيبت الله غوښتي، چې د ملا محمد عمر مجاهد، ملا اختر محمد منصور او نورو وژل شوو په ارمانانو دې لوبې نه کوي او د هغوی له لوري جوړې شوې تګلارې سره سم دې د انډول په ساتلو سره فعاليت وکړي.
دغه ليک د هېواد په يو شمېر ولسواليو کې خپور شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *