پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / ملل متحد کې د امنیت شورا د روسیې د غندنو غوښتنه رد کړه

ملل متحد کې د امنیت شورا د روسیې د غندنو غوښتنه رد کړه

ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې هغه پرېکړه‎‎لیک رد کړ چې په‎کې پر سوریه د امریکا، بریتانیا او فرانسې د بریدونو د غندلو غوښتنه شوې وه.

د امنیت شورا له ۱۵ غړیو یوازې روسیې او دوو ملګرو یې چین او بولویا د دغه پریکړه‎لیک د تصویب لپاره مثبت رأیه ورکړه، اتو هېوادونو په یوه غږ رد کړه او څلورو ممتنع رأیه وکاروله.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نيکي هيلي د امنیت شورا د غونډې پر مهال وویل چې که د اسد رژيم په راتلونکي کې بیا کیمیاوي وسلې استعمال کړي امریکا به یې کلک ځواب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نيکي هيلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نيکي هيلي

نوموړې وايي:

“موږ ډاډه یو چې د سوریې د کیمیاوي وسلو پروګرام مو شنډ کړی دی. که د سوریې رژيم زموږ د ننګولو لپاره خپل حماقت ته دوام ورکړي، موږ د دې فشار د جاري ساتلو لپاره چمتو یو.”

د امریکا متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې د شنبې په شپه او سهار وختي د سوریې یو لړ پوځي اهداف او هغه مراکز چې کیمیاوي وسلې تولیدوي، تر بریدونو لاندې ونیول.

پاسنیو هېوادونو په ګډه د سوریې د رژیم په ځینو پوځي مرکزونو او د کیمیاوي وسلو په تولیدي فابریکو ۱۰۵ راکټونه وویشتل.

د دوی دا بریدونه د تېرې یکشنبې په ورځ د سوريې په دوما ښار کې د اسد د رژیم د بریدونو په غبرګون شوي چې د زهرجنو کیمیاوي موادو په کارولو سره یې ۴۳ ملکیان وژلي وو.

واسیلي نبنزیا
واسیلي نبنزیا

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د پرېکړه‎لیک تر نه تصویبېدو وروسته وویل:

“تاسو ولې د هغو څېړنو پایلې ته انتظار ونه‎کړ چې غوښتنه مو کړې وه؟”

د روسیې سفیر امریکا، بریتانیا او فرانسه تورنې کړې چې نړیوال قوانین یې په واضح توګه تر پښو لاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشارجعفري د امریکا، فرانسې او بریتانیا بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغو هېوادونو د ده په خبره “د زور او ځنګل” قانون چلولی او نړیوالو قوانینو ته یې درناوی نه‎دی کړی.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرونیو بریدونو وروسته ټویټ وکړ چې “ماموریت ترسره شو.”

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم چې د لاتینې امریکا په سفر وتلی، پرون شنبې ګواښ وکړ چې سوریه به تاوان پرې کړي که یې پوځیانو بیا کیمیاوي وسلو ته لاس ور وړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *