د ملي امنیت عمومي ریيس معصوم ستانکزي په کندهار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل :
پر جنرال عبدالرازق برید کوونکي له جعلي نوم، جعلي پېژندپاڼې (تذکرې) او له شخصي تضمین سره د کندهار والي سره د ساتونکي دنده پيل کړې وه، او له بریده یې پنځه دقیقې مخکې کابو دوه نیمې دقیقې له پولې هاخوا چا سره خبرې کړې وې.
