دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ملي امنیت شورا د اوربند پر مدیریت ټينګار کړی دی

ملي امنیت شورا د اوربند پر مدیریت ټينګار کړی دی

له ارګه د را لېږل شوې خبرپاڼې له مخې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا، تېر مازیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې غونده کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې د دې تر څنګ ملي امنیت شورا ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د اوربند پر مهال د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی ولري. د تېر شوي کوچني اختر په ورځو کې افغان حکومت او طالبانو لنډ مهاله اوربند کړى و، خو تر اختر وروسته افغان حکومت لس ورځې نور د اوربند اعلان وکړ، خو طالبانو ونه غځاوه. سرچينه زياتوي، د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د اوربند پر مهال د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د اجرااتو راپور غونډې ته وړاندې کړ. د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، د امنیتي او دفاعي ارګانونو اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وشوه، چې هغه منسوبین او سرتېري دې تقدیر او وستایل شي چې په کابل ښار کې یې د دوه تنو ځانمرګو په نیولو کې رول لوبولی دی. د کورنيو چارو وزارت د معلومات له مخې، پوليسو پرون په کابل ښار کې دوه تنه چې د ځانمرګو بريدونو هوډ يې درلود، نيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: