چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې دوه مهم تنظیم کونکي نیولي دي

ملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې دوه مهم تنظیم کونکي نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې د دغه بنسټ منسوبینو په کابل ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.

یوې امنیتي سرچینې وویل، چې نیول شوي کسان احسا‌ن‌الله او محمد عمر نومیږي او په کابل کې د داعش ډلې له خوا د ځانمرګو بریدونواصلي سمبالوونکي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې دغو کسانو په کابل کې د داعش ډلې د اوپراتیفي چارو د سمبالولو او جلب او جذب مسولیت هم په غاړه درولود.

د سرچینې پر وینا د کابل ښار په خیرخانه مینې کې د امام‌ زمان پر جومات د برید پلان هم دغو کسانو ترتیب کړی وو او په چاودیدونکو موادو سمبال بریدګر یې جومات ته رسولي وو.

داعش ډلې د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې د کابل ښار د خیرخانې مینې د امام زمان پر جومات ځانمرګی برید وکړ، چې له امله یې نږدې ۳۰ تنه لمونځ‌کوونکي ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

سرچینې زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو د تحقیقاتو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو دغې ډلې له دې وړاندې په کابل ښار کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی، چې تر ډیره په کې د شعیه مذهبو جوماتونه او غونډې په نښه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: