سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ملګرو ملتونو ويلي، تېر کال يو شمېر برخو کې نړۍ وروسته تللې
Afghan Journalist in the scene of attack, Afghanistan, Monday, Jan. 18, 2010. Taliban militants struck the heart of the Afghan government in Kabul on Monday, prompting fierce gun battles after a suicide bomber blew himself up near the presidential palace, Monday, Kabul Afghanistan, 18 January 2010

ملګرو ملتونو ويلي، تېر کال يو شمېر برخو کې نړۍ وروسته تللې

د ملګرو ملتونو سرمنشي اېنتونیو ګوېټرس خبرداری ورکړی په کال ۲۰۱۸م کې نړۍ د یو شمیر نوو او پیچلي خطرو سره مخ کیدی شي. د نوي کال په خپل پيغام کې ښاغلي ګويټرس د خطرو د مخ نیوي او د یوې پرامنه نړۍ لپاره په شریکه د کوښښونو غږ کړی.
د ملګرو ملتونو مشرپه خپل پیغام کې منلي چې له بده مرغه کال ۲۰۱۷م لپاره د هغې هېلې او امیدونه نه دي پوره شوي او زیاته کړې يې ده چې په یو شمیر برخو کې نړۍ په شا تللې ده.
د نوي کال په موقع په خپل دغه پیغام کې ښاغلي ګوېټرس ویلي، په نړۍ کې لانجې لا هم سختې شوي او نوي خطرونه پیدا شوي. د نیوکلیايي وسلو په اړه د نړۍ وېرې تر بل هر وخته ډېرې شوي او سيمه ايز بدلون یا ګلوبل وارمنګ ډیر په تندۍ سره په نړۍ کې بدلونونه راوستي.
اېنتونیو ګوېټرس زیاته کړې په داسې حال چې کال ٢٠١٨م پیل کیږي په نړۍ کې بې انصافي، د بشري حقونو ویروونکې سرغړونې، قامپرستي او د نورو قامونو نه وېره زياته شوي، له همدې امله هغه په ګرده نړۍ يې د یو والي غږ کړی.
په کال (۲۰۱۷م) کې چې کله ښاغلي ګوېټرس د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ترلاسه کړه نو نړۍ د لاندینو یو شمیر لویو چېلنجونو سره مخ وه:
یمن: چرته چې د نړۍ تر ټولو لویه بشري ستونزه روانه ده او نژدې اته مېلیونه خلک د خوراک، اوبو او دوایانو د کمي سره مخ او یو مېلیون ماشومان د هیضې په ناروغۍ اخته دي.
میانمار: تیرکال په میانمار کې پیل شوي تشدد د لاسه شپږنیم لکه روهنګیا مسلمانان بې کوره شوي او په ګاونډي بنګله دېش کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
شام: د شام کورنۍ جګړه اووم کال ته داخله شوې، په دغه جګړه کې په لکونو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د ۱۱ ميلیونه نه زيات بې کوره شوي او په سوېلي سوډان، جمهوریه کانګو، افغانستان، عراق او ګڼو نورو هیوادونو کې د جګړو او جنګونو د لاسه خلکو خپل ژوند او مال له لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *