یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / ملګرو ملتونو په عمر خالد خراساني د پاکستان لخواه د بندیز وړاندیز رد کړو

ملګرو ملتونو په عمر خالد خراساني د پاکستان لخواه د بندیز وړاندیز رد کړو

په پاکستان کې رسنیو دعوه کړې ده چې دملګرو ملتونو امنیت شورا د تندروه ډلې جماعت الاحرار په مشر عمر خالد خراساني د بندیزونو لګولو په اړوند دپاکستان لخوا شوی وړاندیز رد کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې عمرخالد خراساني په دغه هیواد کې ترسره شوؤ یو شمیر بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې ککړ دی.

عمرخالد خراساني د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود د وژنې وروستو په ډله کې د اختلافاتو رامنځته کېدو نه پس د جماعت الاحرار په نوم خپله ډله اعلان کړې وه

دپاکستان د اردو ژبې یو مشهور ټي وي چینل جیوز نیوز د چهارشنبې په ورځ پخپله ویب پاڼه د سفارتي سرچینو له خولې لیکلي چې پاکستان دملګرو ملتونو امنیت شورا ته تیرکال په وړومبي ځل په شپږم جولایي وړاندیز کړی ؤ چې عمرخالد خراساني پاکستان کې دترهګرۍ په ګڼو بریدونو کې ککړ دی ځکه دې پرې بندیز ولګول شي.

خو دغه ویب پاڼه لیکي چې په ۴م مئ دامنیت شورا دپاکستان دا وړاندیز رد کړی دی.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې پاکستان به له دې ناکامۍ وروسته یو ځل بیا هم هڅه وکړي چې دملګرو ملتونو امنیت شورا دې ته قائله کړي چې په عمر خالد خراساني بندیزونه ولګوي.

عمرخالد خراساني څوک دی؟

عمرخالد خراساني چې خپل نوم یي عبدالولي دی د مومندو ايجنسۍ په صافو تحصيل قندارو علاقه کې زېږېدلی او پلار يې د جومات امام ؤ.

هغه ابتدايي زده کړې په کلي او بيا يې په کراچۍ کې په ديني مدرسه کې سبق ويلی دی.

ويل کيږي هغه اول په حرکت الانصار (اوسني حرکت المجاهدين )کې او بيا د تحريک طالبان پاکستان لاندې په ښکاره د کال ۲۰۰۷ عمليات پېل کړي او هم په دغه کال هغه خپل نوم د عبدالولي نه عمرخالد خراساني کړو، او په مومندو کې يې بيا خپل عدالتونه او کېمپونه هم جوړ کړي او هلته به يې فېصلې کولې.

په کال ۲۰۰۹م او لسم کې د پوځي عملياتو وروستو ويل کيږي د دوئ واک کمزور شو او خپل فعاليتونه یې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې پېل کړل او د ځينې راپورونو ترمخه وروسته هغوئ افغانستان او پاکستان تر منځ په پرته پوله میشت شول

دا هم ویل کیږي چې په جماعت الاحرار ډله کې زياتره د مومندو ايجنسۍ ځايي خلک شامل دي، او دا ډله مومندو ايجنسي خپل قوي مرکز ګڼي په څرګنده د دوئ هلته فعاليتونه ليدل کيږي خو ويل کيږي وسله وال يې اوس هم په سيمه کې د شپې موجود وي او ګرځي.

د عمرخالد په مشرۍ وسله والو د کال ۲۰۰۷ نه د عملياتو ادعاوې پېل کړې، او د هغه مودي نه يې په مومندو او باجوړ ايجنسۍ کې د ځايي مشرانو د وژنو ذمه وارۍ هم منلي او دغه لړۍ تراوسه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: