چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه:طالبانو کې ډیر وګړي د سولې غوښتونکي دي

ملګري ملتونه:طالبانو کې ډیر وګړي د سولې غوښتونکي دي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ټول وګړي د سولې غوښتونکي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو په لیکو کې هم د سولې غوښتونکي ډېر شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یاماموتو تادامچي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي. هغه چې په افغانستان کې یې د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کول ویلي، وروستي اوربند او د افغان حکومت یو اړخیز یوه میاشتني اوربند د سولې لپاره نورې هم هیلې زیاتې کړې دي. دده په خبره افغان حکومت د ټاکنو لپاره تیاری روان کړی دی خو دمګړی تر ټولو ډېر تمرکز د سولې پر خبرو دی او حکومت غواړي دلته روانې جګړې پای ته ورسوي. یاماموتو همدا راز پخپلو خبرو کې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وسله والو طالبانو ستر شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي. هغه ویلي طالبان دې خپل شرطونه لري خو دغه شرطونه دې د خبرو پر مېز کېښودل شي او بحث دې ورباندې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: