جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه: د نوم لیکنې پر مرکزونه برید پر ډموکراسۍ برید دی

ملګري ملتونه: د نوم لیکنې پر مرکزونه برید پر ډموکراسۍ برید دی

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو برید پر ډموکراسۍ برید دی. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما لخوا رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوم لیکنې له پیله د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مرکزونو ۲۳ بریدونه او امنیتي پیښې ثبت شوې دي. د یاد دفتر د مالوماتو له مخې په شویو بریدونو کې ۲۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګري استازي تدامیچي یاماموتو له خولې راغلي، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په ګډه د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ملاتړ ته ژمن دي. هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی، چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرې پیل کړي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي. د ویلو ده چې د ټاکنو کمیسیون پرون د نوم لیکنې د بهیر د ټکني پرمختګ له امله د نوم لیکنې موده یوه میاشت نوره هم وغځوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: