ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کاله له پيله، د طبيعي افتونو او ناامنيو له کبله تر يو لک او ۳۲ زره زيات کسان بې ځايه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ١٧مې يو لک او ۳۲ زره او ۷۴۴ افغانان له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبوره شوي دي. دغې ادارې په خپل راپور کې ويلي، تر ۵٧٠٠ زيات کسان يوازې تېره اوونۍ بې ځايه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په ٢٠١٧ میلادي کال په افغانستان کې څلور لکه ۴۵ زره کسان بې ځايه شوي وو.
