ملګري ملتونه وایي، غزني ښار په ماینونو پوښل شوی دی، نو له دې امله د دوی مرستندویه ډلې نه شي کولی یاد ښار ته ننوځي. د دې دفتر ویاند ینس لارک ویلي، چې غزني ښار ټول په ماینونو پوښل شوی دی او د دوی مرستندویه ډلې نه شي کولی د مرستو رسولو لپاره یاد ښار ته لاړې شي. هغه دغه راز ویلي چې د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي. یاد دفتر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر غزني ښار د طالبانو له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته ولسمشر غني هم د تېرې جمعې په ورځ غزني ته سفر وکړ. د ارګ د خبرپاڼې له مخې غني یاد ولایت ته په خپل سفر کې د یادې پیښې د بشپړې څېړنې تر څنګ ویلي، چې د دې ولایت د بیا رغوونې لپاره به ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي. طالبانو اونۍ وړاندې د جمعې په شپه پر غزني ښار له څلورو لوریو برید ونه وکړل چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ ګڼ ملکیان هم ووژل شول او دغه راز یې عامه شتمنۍ هم خورا زیاته زیانمنه کړه. د سوداګرۍ خونه وایي چې په یاده جګړه کې خلکو ته ۵۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. په ورته وخت کې ولسمشر، غزني ته په خپل سفر کې د تخریب شوې عامه شتنمۍ په اړه څه نه دي ویلي.
