شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ملګري ملتونه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویلاديمیر وارانکوف د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې وضعیت خورا کړکېچن شوی دی. دده په وینا په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي دي او عملا ترهګرې ډلې یاد هېواد ته لېږدول کېږي. نوموړي ویلي چې په ټوله نړۍ په تېره په مرکزي او جنوبي اسیا کې د ترهګرو او داعش ډلې د فعالیتونو خطر مخ پر زیاتېدو دی. هغه د امنیت شورا پر غړو او د ملګرو ملتونو پر مشر غږ کړی، چې د ترهګرو پر وړاندې دې جدي اقدام وشي او نړیوال دې له یوه ستر خطر وژغورل شي. هغه په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بلل دی او په وینا یې که وضعیت همداسې روان وي نو د ټولې سیمې لپاره به خطرونه مخ په ډېرېدو شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *