دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ممنون حسین:اسلام اباد تیار دی چې د سولې د راوستو په برخه کې کابل سره مرسته وکړي

ممنون حسین:اسلام اباد تیار دی چې د سولې د راوستو په برخه کې کابل سره مرسته وکړي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي اسلام اباد تیار دی چې د سولې د راوستو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. دده په وینا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ وروستی اوربند هیله بښونکی دی او ددې اړتیا ده، چې وغځول شي. نوموړي ویلي افغانستان او پاکستان د سولې د یوې جامع تګلارې پر جوړولو کار کوي او پاکستان افغانستان ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د امریکا تګلاره په افغانستان کې ناکامه شوې ده، نو له دې امله امریکا له پاکستان غوښتي چې د سولې په برخه کې دې هر اړخیزه همکاري وکړي. د راپورونو له مخې امریکا غواړي د پاکستان له لارې په افغانستان کې ثبات ټینګ کړي او د نوې جامع تګلارې جوړول هم ددې پلانونو یوه برخه ده. څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له پاکستان غوښتي وو، چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي او په خپل هېواد کې په بشپړه توګه د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: