جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / منظورپشتین:ما نه د افغانستان سره خبره کړی او نه هند سره زمونږ غوښتني د ومنل شي!

منظورپشتین:ما نه د افغانستان سره خبره کړی او نه هند سره زمونږ غوښتني د ومنل شي!

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتين د پاکستان د پوځي وياند دريځ ته په غبرګون کې ويلي، “مونږ ښه کارونه ستايو”، خو “وروره زما مطالبې پوره کړه، ما نه د انډيا خبرې کړي او نه د افغانستان”، نوموړی وايي د غورځنګ مهمې غوښتنې لا نه دي منل شوي.

منظور وايي،”وطن کارډ لرې شو ښه وشو، په ځينې ايجنسيو کې چيک پوسټونه کم شوي، په ځينو کې لا نه دي شوي، په باجوړ کې اوس هم لا ډېر زيات دي دغه شان اورکزيو او نورو کې”.

ډيوه سره په خبرو کې پشتين وويل، “ځای په ځای په مونږ اېف ايي ارې کېدل، مونږ چې اوس جلسې کوو د ايجنسيانو له طرفه خلکو ته ګواښونه کيږي، په ټولنيزو رسنيو زمونږ پرضد پروپېګنډا کيږي دا د ده (پوځي وياند) د خوږو خبرو سره پوره په تول کې نه راځي”.

هغه وويل،” يو خوا خوږې خبرې او بل خوا پروپېګنډې کيږي چې افغانستان دی انډيا ده، وروره زما مطالبې پوره کړه ما نه د انډيا خبرې کړي او نه د افغانستان”.

پشتين زیاته کړه، ” ما دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې چې مړي شوي زه د هغې ستا (پوځ) نه تپوس کوم”.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور پرون د چهارشنبې/ شورو په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، منظور پشتین چې کومې غوښتنې ورته وړاندې کړې وې، د هغوي “جایزې غوښتنې” یې منلې دي.

هغه ويلي ؤ “ما پخپله له منظور پشتین سره ولیدل، حیرانوونکی ځوان دی، د دوی چې کومې اصلي غوښتنې وې او دستي پوره کېدی شوی هغه خو پوره شوه. د وطن کارډ [د ختمولو] اعلان مو وکړو”.

او اصف غفور دا هم ویلي ؤ ” چې د نقيب مسيد د وژنې څخه پېل شوي دې تحريک بېلابيل اړخونه واخستل او تر ټولو سېوا ملاتړ يې د افغانستان نه پېل شومختلف اوازونه راتلل پېل شو” او نوموړي په خپلو خبرو کې د پوځ د لاسته راوړنو يادګېرنه او فاټا کې د پرمختګ خبرې هم وکړې.

د پوځي وياند نه د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه پوښتنه شوې وه چې پوځ دې غورځنګ ته په کوم نظر ګوري؟.

خو منظور پشتين وايي زمونږ مهمې غوښتنې ” د عدالت پرته وژنو دپاره عدالتي کمېشن جوړول او بې درکه کسان عدالت ته بوتلل، هغه لا په ځای پاتې دي” او د دې سره د پښتون قام ژوند تړلی شوی دی.

هغه وويل د نقيب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار ونيول شو ښه خبره ده خو هغه ته څومره درناوی ورکړی شو، که په چيک پوسټونو رويه ښه شي نو ډېره به ښه وي.

هغه وويل، “مونږ خو افغانستان ته نه دي ويلي چې احتجاج نه کوي، ګوره په برما کې ظلم کېدو په پاکستان کې دهغو د ملاتړ دپاره احتجاجونه شوي په افغانستان او انډيا او نورو مسلمان هېوادونو کې شوي دي، او مونږ هم دا هيله لرو چې يواځې په افغانستان کې نا، په ټولو مسلمان هېوادونو کې او د پاکستان په ښارونو کې زمونږ د ملاتړ دپاره احتجاجونه وشي”.

هغه وويل مونږ چا ته په خپله نه دي ويلي چې زمونږ دپاره احتجاجونه وشي خلک يې په خپله د انسانيت په اساس کوي.

منظور وويل اول ورته د مرګ ګواښونه کېدل اوس ورته د بې عزتۍ او په دوی د ترهګرۍ د مقدمو ګواښونه کيږي او زياته يې کړه “په ښکاره خلک راځي او دغه شان راته وايي” چې احتجاجونه او جلسې جلوسونه ونه کړو.

منظور وايي مونږ د عدم تشدد خلک يُو او زمونږ د ديوال سره د لګولو هڅه روانه ده، مونږ اواز پورته کولو ته نه پرېښودی کيږو، د امن خورؤنکو پرضد عمليات پېل کړی شوي خو “دا غلط پېغام دی او د دې نه به پښتون قام سوچه او حقيقي معنې اوباسي”.

هغه زياته کړه بايد د وروستي خفګان نه اول دې خبرو ته پام کول پکار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: