یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / منظور پشتين: “تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ”

منظور پشتين: “تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ”

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ اولسي غونډه کوي او د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي ستاسو د مخې نيولو دپاره هڅې شوي او روانې دي خو تاسو بايد پُرامنه پاتې شئ خپل صلاحيتونه د خپلې مبارزې دپاره په کار راولئ.

د ننۍ اولسي غونډې نه وړاندې په خپلو خبرو کې پشتين ويلي، “د ننۍ جلسې د ناکامولو دپاره چې څومره کوششونه چې د دوي نه کېدل هغه يې وکړه او کوي يې، خو مونږ به د انسانيت او ائين د لارې د انصاف غوښتنې په پرامنه ډول کوو”.

په سوشل ميډيا خپل پېغام کې نوموړي ويلي “تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ، تاسو به پرامنه وئ، او چې څوک په تاسو ډزې کوي او چاؤدنې کوي هغه رانيسئ هغه قانون ته سپارۍ په خپله به پرې تشدد نه کوئ، چاته به بد رد نه وايئ”.

پېښور کې نن د پي ټي اېم د اولسي غونډې دپاره د پرون يکشنبې/ خالي د ورځې راهسې د ملک د بېلابيلو برخو څخه د کاروانونو په شکل کې د خلکو د ورتګ لړۍ روانه ده.

بېګاه د شپې د وزيرستان، بلوچستان او خېبرپښتونخوا د جنوبي سیمو څخه ډېره اسماعيل خان ته راټول شوي خلک پېښور ته روان شوي وو.

منظور ويلي “زمونږ مبارزه پُرامنه ده، زمونږ لار د انسانيت ده او ائيني ده او د دې دپاره بايد مونږ منظم پاتې شو”. هغه زياته کړې که ترې دې حده خبره لاړه هم شي بيا به هم د غورځنګ غړي پُرامنه وي، مونږ د امن لاره خوښه کړې ده.

نوموړي د غورځنګ په غړو او پلويانو غږ کړی “د چا په مخالفت کې مه کاروئ د مظلوم د ظلم قيصې وليکئ راښکاره يې کړې په نورو خبرو خپل صلاحيتونه او توان مه ضايع کوئ”.

هغه دا هم ويلي چې د کوم ګوند مخالفت مه کوئ او نه پي ټي اېم د چا سره مخالفت کوي ځکه دوي مخالفت له نا انصاف له راوتلي دي، “مونږ هغو له هم انصاف غواړو چې څوک مو مخالفت کوي”.

د پېښور د ننۍ اولسي غونډې دپاره د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې د تيرو څو ورځو راهسې کمپاين روان ؤ او پېښور کې نه د پي ټي اېم ځوانانو او ښځينه غړو هم په دغه کمپاين کې برخه اخستې او وايي د پېښور ننۍ غونډه به تاريخي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: