د ډيورنډ کرښې ها غاړه په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پښتنو پر ضد روان تشدد ته پام او دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مرسته وکړي. پښتین پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، چې پر ولسي مشرانو او مخورو تروریستي بریدونه غندي او افغان ولس ته تسلیت وایي. پښتین دغه راز لیکلي، موږ د پښتنو پر خاوره سوله غواړو. نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د پنج شنبې په ورځ په کندهار کې په یوه برید کې د یاد ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د استخباراتو رییس عبدالمومن حسین خیل ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.
