چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / منظور پښتون: که د اډیاله بندیان خلاص نه شول په پاکستان کې پرلت پېلوو

منظور پښتون: که د اډیاله بندیان خلاص نه شول په پاکستان کې پرلت پېلوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، تر اختر مخکې سرکاري جرګې ورسره ژمنه کړې وه چې حکومت به یې د اډیاله زندان د بندیانو په شمول د تحریک ټول نیول شوي پلویان ور خوشي کړي خو وایي خپله ژمنه یې پوره نه کړه او کسان یې لا هم بندیان دي.

“تر اوسه پورې زموږ کسان په اډیاله جېل کې دي، که د جون تر ۲۰مې نېټې پورې دوی را خلاس نه شول نو بیا به د پاکستان په هر ښار کې دهرنې [احتجاجي ناستې] کوو”.

منظور پښتین نن د ګل- دوشنبې په ورځ پر فېسبوک په خپله وینا کې وویل، د تحریک ۳۷ غړو یې اختر په اډیاله زندان کې تېر کړ، ځکه چې وایي دوی انصاف غوښت خو د دې زمانې “لوی قاتل اختر په خپل کور کې تېر کړ، ځکه چې هغه یو باوردي ظالم وو”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د جون په ۵مه په اسلام اباد کې احتجاج کاوه او په واڼه کې د علي وزیر پر کور د وسلوال برید غندنه یې کوله، چې پولیسو ۳۷ کسان ورڅخه ونیول او لومړی یې د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه ورباندې وکړه او بیا یې د ترهګرۍ تور هم ورباندې ولګاوه.

د دغو ۳۷ بندیانو د را خوشي کېدو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د اختر له لومړۍ ورځې په بېلابېلو ځایونو کې احتجاجي ناستې پیل کړې دي. د بلوچستان په ږوب سیمه کې د اختر په لومړۍ پیل شوی احتجاجي کېمپ پرون د اختر پر دویمه هم پرانیستی وو.

د ږوب احتجاجي کېمپ ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر خان زمان کاکړ په خپله وینا کې وویل، نه یواځې په اډیاله زندان کې د بندي کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي، بلکې په خپل احتجاج سره نړۍ ته دا هم څرګندول غواړي چې پاکستاني ریاست د دوی پرامنه احتجاج کوونکي په غیرقانوني توګه نیولي او زنداني کړي دي:

“سرکاري پروټوکول قاتلانو ته ورکول کېږي خو د جمهوري او پرامنه احتجاج لپاره را وتونکي خلک تر احتجاج له مخه نیول کېږي. دا ریاست د آیین په خلاف ورزۍ کولو کې تر ټولو مخته روان دی”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي ټاکل شوې وه چې نن د اختر په درېیمه ورځ هم د ږوب په ظریف شهید پارک کې خپل احتجاجي کېمپ ولګوي، خو وایي پولیس ورته اجازه نه ورکوي او ورته وایي چې د ږوب د مرستیال کمیشنر له اجازې پرته احتجاجي کېمپ نه شي لګولای، مګر د ږوب سیمې سرکاري چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې قانوني دي او د دوی په وینا څه یې منل شوې هم دي، خو خو دا تحریک یې په وار- وار په بهرني ملاتړ تورن کړی او یو پلان شوی (انجینېرډ) تحریک یې ګڼي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو څلورو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې سترې ولسي جلسې کړې دي، خو تر جلسو مخکې او وروسته یې د پلویانو په ضد په بېلابېلو پولیس تاڼو کې د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د خلکو د پارونې په تور مقدمې درج کړې او وخت په وخت یې نیولي هم دي.

7 تبصرې

  1. I really like the valuable info you provide in your articles.
    I’ll bookmark your blog and view again here frequently.
    I am quite certain I will learn lots of new stuff here! Better of luck for the upcoming!

    Also visit my blog post … QuinnNLening

  2. It’s great that you are getting ideas from this post as well as from the discussion made here.

    Here is my web page :: dot grid journal sketchbook

  3. For most recent news you have to go to see the web
    and on internet I found this site as a best website for latest updates.

    Visit my homepage … CraigSDalitz

  4. obviously much like your web-site however you should check the spelling on several of your
    respective posts. Several are rife with spelling issues and so i to get it very bothersome to tell the veracity nevertheless I will definitely come again again.

    My homepage … zippered wallet insert

  5. I read this article completely regarding the difference of latest and earlier technologies, it’s amazing article.

    Here is my website; journal with both lined and blank pages

  6. Hi! I was able to have sworn I’ve visited this blog before but after undergoing several of the
    posts I realized it’s a new comer to me. Anyways, I’m definitely delighted I
    came across it and I’ll be bookmarking it and checking back
    frequently!

    my web blog :: a5 dot grid bullet journal

  7. It’s not my novice to pay a visit this website, i am visiting this site dailly and get good data
    from this point every single day.

    Feel free to visit my webpage – zipper pocket insert for chic sparrow sidekick

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: