شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / منظور پښتین:د پاکستان وهشي او ظالمې ادارې به بې ځوابه پاتي نه شي

منظور پښتین:د پاکستان وهشي او ظالمې ادارې به بې ځوابه پاتي نه شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستاني حکومت ادارو ته خبرداری ورکړی چې ظلم به یې بې ځوابه پاتې نه شي. د پاکستان د خیبر پښتونخوا د وزیرستان په سیمه کې طالبانو د پښتون ژغورنې د تحریک پر یو مخکښ مشر علي وزیر او عامو خلکو باندې ډزې کړې دي، چې لسگونه کسان پکې زخمیان دي. د زخمیانو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی معلوم خو منظور پښتین په خپله وینا کې ادعا کړې چې لس تنه وژل شوي او دیرش زخمیان دي. منظور پښتین ویلي دوی پوهېږي چې طالبان څوک دي او ولې یې پر دوی برید کړی دی. دده په خبره پاکستانی حکومت چې څومره کوښښ وکړي دغه غورځنګ مات کړي، خو ماتې د پاکستاني حکومت په برخه ده. هغه زیاته کړې د پاکستان ټولې ادارې په ترهګرۍ ککړې دي او له ترهګرو سره اړیکه لري، دوی د پښتنو قاتلین دي او لا هم خپل ظلم ته ادامه ورکوي. منظور پښتین د نړۍ له ټولو پښتنو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د وروستیو پیښو په ضد دې احتجاج وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: