یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / پاکستان / منظور پښتین باندې د بلوچستان ایالت محکمې د غدارۍ قضیه ثبت کړې ده

منظور پښتین باندې د بلوچستان ایالت محکمې د غدارۍ قضیه ثبت کړې ده

دبلوچستان ایالت د ژوب اؤ قلعه سیف الله سیمو پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر منظور پشتین اؤ دهغه دتحریک دنورو غړو په ضد هیواد سره دغدارۍ مقدمې درج کړي دي.

د ژوب اؤ قلعه سیف الله پولیسو پخپلو درج کړو مقدمو کې ویلي چې منظور پشتین اؤ دهغه نور ملګري محسن داوړ، نواب ایاز خان جوګیزئ ، رضا محمد اؤ نورو په ژوب اؤ قلعه سیف الله کې جلسو ته کومې ویناوې کړي هغه د پوځ اؤ‌ریاست په ضد دي.

په دغو مقدمو کې ویل شوي چې منظور پشتین اؤ دهغه ملګري پښتانه د ریاست په ضد راپورته کوي اؤ دپوځ اؤ استخباراتي ادارو نه ورله کرکه پیدا کوي.

دپولیسو په دغو مقدمو کې ویل شوي چې منظور پشتین ویلي چې یو خوا پښتانه په پوځي عملیاتو کې وژل کیږي بلخوا په پوځي‌ چیک پوسټو ڼو ذلیله کولی شي.

پولیس وایي د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو دا هم ویلي وو چې راؤ انوار هم پوځ ځان سره پخپل مرکز کې ساتلی دی چا چې څه وخت مخکې یو پښتون ځوان نقیب مسید په کراچۍ کې تر نیولو ورسته وژلی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا “پي ټي ایم” په ورستیو کې میر علي او د بلوچستان په ځینو ښارونو کې جلسې وکړي او د ډیرو پښتنو ملاتړ یي تر لاسه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: