جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / منظور پښتین په افغانانو غږ کړی چې راويښ شي او جګړو ته( نه) ووايي

منظور پښتین په افغانانو غږ کړی چې راويښ شي او جګړو ته( نه) ووايي

په پښتونخوا کې د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي په افغانستان کې دې هم پښتانه راپاڅېږي او جګړو ته دې (نه) ووايي. نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې په لر او بر کې پر پښتنو سخت ظلمونو روان دي او په بېلو نومونو وژل کېږي. هغه ویلي چې د افغانستان پښتانه دې هم د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو په څېر راپاڅي او د خپلو حقوقو لپاره دې مبارزه وکړي. هغه په کابل او هلمند کې د وروستیو مدني حرکتونو هر کلی کړی دی او په وینا دغه ډول حرکتونه په افغانستان کې د جګړو له ختمولو او د سولې له راتګ سره مرسته کولی شي. منظور پښتین له څو میاشتو راهیسې په پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت د ظلمونو پر ضد لاریونونه پيل کړي دي. د هغه له بشردوستانه هڅو د نړۍ په کچه هر کلی شوی دی او ګڼو نړیوالو سازمانونو یې ملاتړ کړی دی. له دې دلې د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي چې د منظور پښتین غږ واوري او د بښنې نړیوال سازمان یې د مدني حرکتونو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: