پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مودي:ترهګري د ټولې سیمې لپاره خطرناکه پدیده ده

مودي:ترهګري د ټولې سیمې لپاره خطرناکه پدیده ده

په افغانستان کې پرونۍ ترهګریزې پېښې وښوده، چې له ترهګرۍ سره لا هم سختې مبارزې ته اړتیا ده. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي ترهګري د ټولې سیمې لپاره خطرناکه پدیده ده او دغه پدېدې تر دې دمه د زرګونو انسانانو ژوند اخیستی دی. نوموړي د ننګرهار د پرونۍ خونړۍ پېښې د غندلو لپاره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه خونړۍ پېښې وښوده، چې لا هم له ترهګرۍ سره سختې او شدیدې مبارزې ته اړتیا ده. نوموړي پر عامو وګړو ځانمرګی او یا بل هر ډول برید په کلکو ټکو غندلی دی او هغه یې له ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی. هغه ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی. نوموړي ویلي ددې اړتیا ده، چې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې قوي مبارزه وشي او همدا راز له هغو هېوادونو پوښتنه وشي چې د نړیوالې ترهګرۍ تر شا ولاړ دي او ملاتړ یې کوي. نریندرا مودي په پېښه کې د سکانو پر وژلو کېدو هم سخته خواشیني ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: