دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / مودي عمران خان ته د بریا مبارکي ویلې ده

مودي عمران خان ته د بریا مبارکي ویلې ده

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان د ټاکنو له ګټونکي عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ویلې او دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې لپاره هیله څرګنده کړې ده. د جولای د ۲۵مې په ټاکنو کې د تحریک انصاف له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چې مودي او عمران خان خبرې سره کوي. دوی داسې مهال خبرې سره کړې دي چې د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. عمران خان په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي وو، چې غواړي له هند سره د کشمیر لانجه حل کړي. دده په وینا که هند په دې برخه کې یو ګام اوچت کړي پاکستان به ارو مرو دوه ګامه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *