د مولانا سمیع الحق په مشری د دارالعلوم حقانیه چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د یاد مدرسې مرستیال مولانا انور الحق له افغان طالبانو غوښتی چې د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.
د حقانیه مدرسې یوه ویاند ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د مولانا انور الحق په حواله خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان په اړه د دیني عالمانو په غونډه کې مولانا انورالحق په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مولانا انورالحق په حواله داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نوموړی له وسله والو طالبانو غوښتی چې جنګ څخه لاس واخلي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.
مولانا سمیع چې د طالبانو د پلار په نامه مشهور دی او د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی دی چې ځينې مهم طالب مشران له دغه مدرسې څخه فارغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مولانا سمیع الحق مرستیال او یو شمېر نور پاکستاني دیني عالمان په اندونزیا کې د افغاستان د جګړې په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړي وو.
د غونډې په پایله کې د افغانستان، پاکستان، او د اندونزیا دیني عالمانو له طالبانو وغوښت ترڅو له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې په اړه د ولسمشر غني وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي