چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / مومندو ایجنسي: د پاکستان پوځ پر پوستو وسلوالو بریدونه کړي!

مومندو ایجنسي: د پاکستان پوځ پر پوستو وسلوالو بریدونه کړي!

قبایلي سیمه مومندو ایجنسي کې نن سهار د پاکستاني پوځ پر درېو پوستو مرغانو کمر، تړو سر او املوکو ټاپ په پوسته تندروه وسلوالو برید کړی چې پکې د 82 ایم ایم میزایل په ګډون سپکې او درنې وسلې کارول شوي.

لومړني راپورونه ښایي د جګړې په ترڅ کې یادې پوستي ویجاړي شوي چې په پایله کې پاکستاني پوځ ته په پراخه کچه مالي او ځاني زیان اوښتی دی

د یاد ونې وړ ده د یادو بریدونو مسؤلیت په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي رسنیو ته په یو استول شوي خبر پاڼه کې منلی دی

هېره دې نه وي چې د دې وړاندي هم د مومندو ایجنسۍ په ګډون نورو قبایلي سیمو کې یادې ډلې جګړیز بریدونه تر سره کړي وو چې په ترڅ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه چې ښکاره بېلګه یي په شمالي وزیرستان کې د روژې په میاشت کې د خاصه دارو مشر شیر علي صوبیدار وژل وو او همدا شان څو ورځي وړاندي په بلوچستان کې د یادې ډلې له لوري د لوي ځواک دوه عسکر هم وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: