یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / مومندو ایجنسي: په پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه شوي دي

مومندو ایجنسي: په پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه شوي دي

ټرایبل نیوز ته د رارسېدلي مالوماتو له مخې نن سهار د مومندو ایجنسۍ تحصیل بایزو میټۍ سیمه کې درې پاکستاني پوځیان د وسلوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.

یاد وژل شوي دوه پوځیان هغه وخت د وسلوالو د برید لاندې راغلي کله چې دوی غوښتل چې په پوسته کې یې د خپلو نورو عسکرو لپاره اوبه یوسي او د قچرو په ملا یې اوبه بار کړې وې خو په ناڅاپي توګه د یو وسلوال برید مخه وګرځېدل چې په ترڅ کې دواړه پوځیان ځای په ځای ووژل شول.

بلخواه په دویمه پوسته کې ناست یو پوځي د وسله والو لورې د درازکوپ په واسطه په نښه شوی چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله په پوسته کې ساه ورکړې ده

د یادو شویو بریدونو مسؤلیت په سیمه کې فعاله سختدريځې وسلوالې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي ټرایبل نیوز ته په یو راستول شوي بریښنا لیک منلې دي

د یادونې وړ ده د تیرې میاشتې نه تر ننه پوري دا په مومند ایجنسۍ کې د وسلوالو لسم برید دی چې د پاکستاني پوځ پر ضد یي تر سره کوي چې د یاد شوو لسو واړو بریدونه پړې په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار منلې دې چې دا ډول بریدونو د پاکستاني حکومت له پاره ګواښونکې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: