دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / پاکستان / مومندو ایجنسۍ کې بمې چاودنې یو پاکستانی عسکر وژلی!

مومندو ایجنسۍ کې بمې چاودنې یو پاکستانی عسکر وژلی!

مومندو ایجنسۍ تحصیل صافو سیمه کې سرک د غاړې په بمې چاودنه کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی. چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په سېمه کې پاکستاني عسکر په ګشت بوخت وو

راپورونو له مخې یاده پېښه د قندهارو کلی قیوم اباد کې رامنځته شوې، چې د پیښې وروسته وسله وال د سیمې نه په تېښته بریالي شوي دي.

بلخواه د مومند ایجنسۍ په سوران دره کې هم د وسلوالو طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ نښته شوې ده چې تر اوسه د دې برید د تلفاتو په اړه کره مالومات نشته خو وسله وال بیا ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده د یاد شوو دواړو بریدونو مسؤلیت په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي رسنېو ته په یو استول شوي پیغام کې منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: