ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې وړمه شپه ناوخته د مومند ایجنسۍ تحصیل ساپو چمر کنډ سیمه کې د پاکستان د خاصه دار ځواک په یو چوکي څو زورورې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې خاصه دارو ته درنه مرګ ژوبله واړوله
د راپور له مخې یاده چوکي د پاکستاني ځواکونو لخواه په دغه سیمه کې نوي جوړه شوې وه چې وړمه شپه د تندروه وسله والو له لورې د چاودیدونکو موادو په وسیله ویجاړه کړه.
د یادونې وړ ده ټرایبل نیوز ته په یو راستول شوي بریښنا لیک کې د یادو چاودنو مسؤلیت تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي منلي او دعوه کوي چې په یاد برید کې د پاکستان د خاصه دار ځواک دري غړي وژلي دي.