پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / مومندو ایجنسۍ کې په پاکستانې عسکرو درې خونړي بریدونه شوي دي

مومندو ایجنسۍ کې په پاکستانې عسکرو درې خونړي بریدونه شوي دي

نن د سه شنبې په ورځ د پاکستان قبایلي سیمه مومندو ایجنسۍ کې د پاکستان په پوله ساتو ځواکونو خونړي بریدونه تر سره شوي دي چې په پایله کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ټرایبل نیوز د موثقه خبري سرچینې د مالوماتو په اساس یاد بریدونه د وسله والو طالبانو لخوا تر سره شوي چی په پایله کې درانه تلفات اړولې دي ویل کېږي چی یاد بریدونه غلچکی وو.

یاد بریدونه په مومندو ایجنسۍ کې په ولۍ پوسته،اتم کلي او په زیړي سر سیمو کی تر سره شوي دي.

هېره دې نه وي چې د ترسره شوي بریدونو مسؤلیت په پاکستان کې د نوي راټوکېدلې وسلوالې ډلې حزب الاحرار ویاند ټرایبل نیوز ته په یو رالیږل شوی بریښنا لیک کې منلی دی

د حزب الاحرار وسله والې ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي دعوه کړي چې په یادو بریدونو کې پنځه پاکستاني عسکر وژلي او ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا کوي خو بل لورې ته د پوځ د عامه اړیکو اداره( آی ایس پې آر) د ورته بریدونو په اړه ناخبري ښودلي ده.

په ډاګه دې وي چی یاد بریدونه داسې مهال منځ ته راغلي دي چې یو خوا د پاکستان د دولت پوځي ادارې دعوه کوي چې په سیمه کې یې ترهګر له منځه وړي، خو بلخوا بیا بریدونو د پاکستان په سرحدي سیمه کې اوج ته رسېدلي چې په سیمه کې یی شته پاکستانې عسکر شاتګ ته اړ کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: