پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / مومند ايجنسۍ کې د پوځ په يوه پوسته د پاکستانی طالبانو لخوا بريد شوی.

مومند ايجنسۍ کې د پوځ په يوه پوسته د پاکستانی طالبانو لخوا بريد شوی.

د ټرايبل نيوز د باوري سرچينو له مخې نن سهار شا او خواه لس بجې د ميټۍ په سيمه کې د پوځ په يوه پوسته د وسلوالو لخوا بريد ترسره شو چې پکې له دواړو خوا درنې وسلې وکارول شوې، د ځايي خلکو په وينا د بريد لاندې راغلې د پوځ دغه پوستې اور واخسته چې امنيتي سر تيري يې تيښتې ته مجبور کړل.
د ياد بريد پړه تندروه ډلې حزب الاحرار منلې او ويلي يې دي چې پوځ ته يې درانه تلفات اړولي،
خو د پوځ لخوا په دې اړه کوم بيان مخې ته ندی راغلی.
ياده دې وي چې دې نږدې ورځو کې د جماعت الاحرار څخه جلا شوې ډلې حزب الاحرار د “ابن قاسم” په نوم نوي عمليات يېل کړي چې له امله يې د مومند ايجنسۍ په ګډون په ټولو قبايلي سيمو کې د روزانه په حساب سره دا رقم بريدونه ترسره کيږي چې زياتره يې د رسنيو نه پټ پاتې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *