پاکستاني طالبان ادعا کوي چې په مومند ایجنسۍ کې په پاکستانۍ پوستو وسلوال بریدونه تر سره کړي چې په ترڅ کې یي پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده
یاده نښته پرون مازیګر د مومند ایجنسۍ تحصیل بایزو د ګوسړئ په سیمه کې د پاکستان په امنیتي پوستو د ترهګرو له لوري په سپکو او درنو وسلو سره تر سره شوي ده
ټرایبل نیوز ته په دغه سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزی د ټلیفون په لیکه د دغه نښتې مسؤلیت منلی او زیاتوي چې په پاکستان کې به د سپرلې د رارسېدو سره سم خپلو خونړیو بریدونو ته د پاکستان پوځ او د دغه هېواد امنیتي ادارو په وړاندي دوام ورکړو