پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / مومند ایجنسۍ کې بمې چاودنه شوی ده

مومند ایجنسۍ کې بمې چاودنه شوی ده

مومند ایجنسۍ تحصیل امبار کې د سرک د غاړې بمې چاودنه شوی ده چې په ترڅ کې یو کس ټپی شوی دی د لومړې مالوماتو له مخې په یاده چاودنه کې شهنشاه د زرمحمد ځوی ژوبل شوی دی چې د درملنې لپاره نیزدی روغتون ته وړل شوی دی

بلخوا سیمه د پاکستانۍ ځواکونو لخوا قلا بنده شوی وه او په سیمه کې د پلټنې عملیات تر سر کړل چې تر دی دمه کوم شخص د برید په تړاو ندي نیول شوی

د یادونې وړ ده چې په چاودنه کې د ټپی شوی شخص پیژنګلو نده شوی چې یاد کس په دغه سیمه کې د امن لښکر غړی دی که نه، دا په داسی حال کې ده چې په مومند ایجنسۍ زیاتره وخت دغه ډول بریدونه د ځايي امن کمیټۍ په غړو او یا هم په امنیتي ځواکونو تر سره کېږي چې مسؤلیت یي عمومأ په سیمه کې وسلوال طالبان منې خو تر دي دمه د دغه تر سره شوی چاودنې پړه کومې وسلوالې ډلې او یا هم کوم شخص نده منلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *