چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / مومند ایجنسۍ کې د طالبانو مشهور کماندان جهاد یار محسود سره د دوه ملګرو وژل شوي دی

مومند ایجنسۍ کې د طالبانو مشهور کماندان جهاد یار محسود سره د دوه ملګرو وژل شوي دی

تیره ورځ مومندو ایجنسۍ سرحدي سیمې په خوګا خیلو کې د وزیرستان سره تړاو لرونکی ترهګر کماندان جهادیار محسود ورسره د دوه ملګرو هغه وخت ووژل شول چې په موټر کې ناست وو چې په کمېن کې ناستو وسلوالو په د مرمیو باران وکړو چې په ترڅ کې يی درې واړه ووژل شو،جهادیار محسود د جنوبی وزیرستان سره تړاو درلودو او د ترهګرې ډلې حزب الاحرار د عسکري کمېسیون مشر بلل کیدو له دی نه مخکې هغه د حکیم الله محسود د نیزدې ملګری پاتې شوي وو چې د تیرو دوه درې کلونو راهیسی د جماعت الاحرار افراطې ډلې یو مخکښ عسکري غړی او د غازي په نوم د عملیاتو مرکزی مسؤل هم پاتې شوی وو چې د تیر جون په میاشت کې د بې پلوټه الوتکې برید هم پري شوی وو چی په ترڅ کې یی یو ساتونکی ووژل شو او دی ترې روغ رمټ وتی وو

د ټرایبل نیوز د موثقه سرچېنو د مالوماتو په اساس جهاد یار سره یو بل ملګری هم وژل شوی چې د باجوړ ایجنسۍ سره یی تړاو درلودو.
حلیم خان چې په عمر کمال مشهور ترهګر وو او د محسود قبیلې سره تړاو لرونکی ساتونکی الیاس محسود هم وژل شوی دی که څه هم ترهګرو تر اوسه پورې د پیښي په تړاو کوم رسمې بیان ندي ورکړي خو د طالبانو د سرچېنو دمالوماتو له مخي چې د دوي وژل شوي غړو جسدونه لا تر اوسه پورې د ملیشې سره په واک کې دي دوی زیاتوي چې زمونږ د ملګرو جسدونه جرګې ته د ورکولو څخه انکار کړی

ټرایبل نیوز ته د سيمې اوسیدونکو ویلي دي چې یاد برید په سېمه کې مشهور د افغانستان د پارلمان غړی فریدون خان مومند چې د مومند ایجنسۍ سره تړاو لري د ده کسانو کړی دی چې د پاکستان څارګرې ادارې ای ایس ای او د پاکستان پوځ د خوشحالۍ او د هغوي د دفاع لپاره په سېمه کې هر څه کولو ته تیار دی

د روڼ اندو په نظر یاده سېمه د دوه زره میلادي کال راهیسی یوه پرسکون سېمه وه خو اوس د یادو جوړو شویو ملیشو له امله دغه سیمه په یو بیابان سیمه بدله شوي ده، د هر یو کس په ولي باندي ټوپک چې هر کله یی خوښه شې څوک و وژنې وژلی شي او اوس په سېمه کې د تیر په څېر تګ راتګ هم په امن کې ندی چې له امله يی د دغه سېمې خلک د ګڼ شمیر ستونزو سره مشت وګریوان دي چې پکې ګڼ شمیر د دغه سېمې خلک د فریدون خان په وړاندي له مخکې نه هم مخالف دي خو سرسخته فریدون له امله د خپل حق غږ نشي پورته کولی چې په پایله کې د سېمي دغه زورواکي په خپله ملیشه کې په زور سره شاملوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *