یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / مومند ایجنسۍ کې وسلوال برید پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

مومند ایجنسۍ کې وسلوال برید پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

ټرایبل نیوز د سرچینې راپور له مخې پرون مومند ایجنسۍ تحصیل بایزو شندره سیمه کې وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځیانو په یو پوسته وسله وال برید تر سره کړو چې په ترڅ کې یو پاکستانی عسکر مړ او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي چې ټپیان وروسته په سیمه کې پوځي روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوي دي

د یاد برید مسؤلیت په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي منلی دی ویاند زیاتوې چې یاد برید په پاکستان کې د روانو عملیانو “ابن قاسم”لړي ده چې په بریالیتوب سره خپل اهداف په نښه کوي.

یوسفزی په رالیږل شوی بریښنا لیک وایي چې په یاده نښته کې د دوي ټول ملګري خوندي دي او په بریالیتوب سره خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي

د یادونې وړ ده بلخواه د پاکستان پوځ ویاندویه اداره ای ایس پي ار (ISPR) د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: