شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / مومند ایجنسۍ کې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

مومند ایجنسۍ کې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

نن په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د پاکستان پر امنیتي پوستو وسله واله نښته تر سره شوه چې په پایله کې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ځایي سرچېنې د راپور له مخې یاده وسله واله نښته نن د مومند ایحنسۍ په تحصیل خویزو بایزو مزري چېنه سیمه کې تر سره شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې یاده نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني پوځیان په سیمه کې د خپلو پوستو څخه بیرون د تفریح له پاره راټول شوي وو، او د یو ناڅاپي وسله وال برید سره مخ شول چې په پایله کې یې درې پوځیان مړه او دوه نور مرګوني ټپیان شوي دي او وسله وال طالبان له برید څخه وروسته د سیمې نه په تېښته بریالي شوي دي.

د یادونې وړ ده د یادې نښتې مسؤلیت په سیمه کې فعاله تندروې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي په خپله ټویټر پاڼه کې منلی.

هېره دې نه وي په تېرو دریو ورځو کې په پېښور، بلوچستان، کراچۍ او مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د وسله والو دا پینځم برید دی چې په ترڅ کې د دغه هېواد د ۵۰ څخه زیات د امنیتي او استخباراتي ادارو کارکونکي وژل شوي دي ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *