شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / مومند ایجنسۍ کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی

مومند ایجنسۍ کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی

تیره ورځ مازیګر مهال د تحصیل بایزو په انارګې نومي سیمه کې د تندروه وسلوالو له لوري یو پاکستانی عسکر وژلی شوی دی.

یاده انارکي سیمه چې د افغانستان سره په نامنلې ډیورنډ کرښه پرته سیمه ده چې کلونه وړاندي پکې د افغان حکومت حکم وو خو د بده مرغه چې افغانستان په داخل کې په کورنیو جګړو بوخت شو چې پاکستان د دغه بدې پدیدې نه د ګتې اخستنې په موخه یاده سیمه تر خپلې ولکې لاندي راوسته او د ظلم او د بربریت یو نوی قدم یي په یاده سیمه کېښود چې په ترڅ کې د یادې سېمې اوسیدونکو افغانانو سره زړه بوګنونکې ظلمونه وکړل چې خلک یې د سېمې څخه په کډه کولو مجبور کړل او په سیمه کې د پاکستان بیرغ ودرولو چې دا ډول کړنه د افغانستان په خاوره ستر جنایت او تېری دی.

د حزب الاحرار وسلوالې ډلې ویاند رسنیو ته په ورکړل شوي راپور کې د یاد وژل شوي عسکر پړه منلې او دعوه یي کړي چې یاد پوځي یې د رازکوپ په وسیله په نښه کړی دی

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کی یادې وسلوالې ډلې خپل بریدونه د پاکستان پر وړاندي چټک کړي چې وخت ناوخت رسنیو ته د خونړیو بریدونو خبر ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: