یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / مومند ایحنسۍ کې په پاکستاني عسکرو بمې چاودنه شوې ده

مومند ایحنسۍ کې په پاکستاني عسکرو بمې چاودنه شوې ده

نن سهار مومند ایجنسۍ تحصیل ساپو کې د پاکستان په عسکرو د سرک د غاړې بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې ګڼو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

یاده چاودنه د نوموړي تحصیل په قندهارو میرزاخیلو کلي کې هاغه مهال رامنځته شوه چې په سېمه کې د امنیتې ځواکونو د ماین پاکونکي ډلې کار کونکي د چاودیدونکو موادو په لټه کې بوخت وو چې په پایله کې د ماین پاکانو د ډلې دوه پوځي کار کونکې مړه او دري نور مرګوني ټپیان شول.

د یادې چاودنې مسؤلیت افراطې ډلې حزب الاحرار منلی او د پاکستان امنیتي ځواکونو پر وړاندي د لا زیاتو بریدونو او جګړو له پاره ټټر وهي

دیادونې وړ ده چې دا ډول پیښې اول وار ندی چې په سېمه کې تر سره کیږي له دې وړاندي هم په تیرو وختونو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو د ترهګرو له لوري درنې چاودنې او جګړې تر سر شوې دې چې پړې په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار منلې دې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: