د روسيې پوليس وايي، د ټکسي هغه چلوونکي ته چې د موټر په ذريعهيې څو کسان ټپيان کړي، د موټر چلولو په وخت کې خوب ورغلى و چې برېک او اکسلېټر ورڅخه غلط شوي وو.
د ده موټر د شنبې په ورځ د مسکو سره ميدان ته نږدې پر خلکو وربرابر شوى و.
پوليسو پرون یکشنبه د يوې وېډيو تر خپرېدو وروسته په يوه اعلاميه کې دا خبره وکړه.
د پوليسو په حواله د ټکسي چلوونکي ويلي چې ۲۰ ساعتهيې پرلهپسې موټر چلولى و، ځکه نو خوب ورغلى و.
ده ويلي چې د موټر چلولو په وخت کې نشه نهو.
دا لا څرګنده نهده چې ايا دغه سړى د فشار په نتيجه کې مجبوره کړاى شوى، دا خبره وکړي که څنګه؟
د روسيې چارواکو ويلي، دغه ٢٨ کلن کس د هغه د لايسنس له مخې د قرغزستان وګړى دى او اناربېګ چنګېز نومېږي.
په هغه وېډيو کې چې تېره شنبه پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه، ښکاري چې موټر په څنګلار کې پر روانو کسانو وربرابر شو.
د مسکو روغتيايي چارواکو ويلي چې په مجموع کې ٨ کسان په هغه پېښه کې ټپيان شوي دي.